Banner

د اسلام ستر فاتحان او د کره کتنې ارزښت

14.08.2007 12:35 کره کتنه د ټولنې د افکارو، مېتودونو، شخصيتونو او د هر قابل اصلاح توکي د تهذيب لپاره عمودي حيثت لري. کره کتنه له ثوابتو او مقدساتو پرته، له هر چا او هر شي لوړه ده. چېرته چې کره کتنه سر وخوري، هلته اصلاح له منځه ځي، ټولنه د زړورتيا (انحطاط) ښکار کيږي.په پای کې ټولنه خپل انساني حيثيت  او وجود له لاسه ورکوي. کومه ټولنه چې کره کتونکي يا د کره کتنې زغم نه لري، واړه مرضونه ورته وباء کيږي او د سترو ټولنيزو ستونزود راولاړېدو لامل ګرځي. له بده مرغه زموږ ټولنه يوه له هغو ده، چې پر چا کره کتنه، له هغه سره د دښمنۍ پر معنا ګڼل کيږي. همدا لامل دی، چې کلونه کلونه مو د يو مهذب رهبر د هجران په اور کې تېر کړل. د جهالت استبداد خو هسې هم د کره کتنې حريت سلب کړی و؛ خو د مهاجرت چاپېريال زموږ ټولنه لا نيازبينه کړه، په ځانګړي توګه تنظيمي اشراف، چې د ځان په اړه يې حقه نيوکه او مشوره هم نه منله او نه يې مني. چې همدا دريځ يې د تنظيمونو د جمود لامل شو او بېخي په لنډ وخت کې هر څه له منځه لاړل او زموږ خواره ټولنه د سياسي او نظامي تجربو لپاره نړيوالو ته په رسميت ورپېژندل شوه. د فکر خبره خو داده، چې کره کتنې ته هغه خلک په ډېر سپک نظر ګوري، کومو چې بايد په ښه نظر ورته کتلي وای. زما موخه هغه وګړي دي، چې ځانونه له نورو ډېر اسلام پالي بولي؛ خو دوی دې پر دې وپوهيږي، چې اسلام د داسې استبدادي افکارو خلاف دی. داد يويشتمې پېړۍ د ګناهونو پېټي به له خلفاء ډېر لوړ او غوره دي. هغوی هرډْول نيوکه په سر سترګو اورېدله اود حقانيت په صورت کې ترې تېرېدل ورته کبيره ګنا ښکارېدله. دهغوی همدا پاک نفسي وه، چې تر قيامته به پرې تاريخ او اسلامي امت وياړي. ددې لپاره، چې ددې ديکتاتورانو سترګې ښې خلاصې شي، له اسلامي تاريخه ورته دوه بېلګې راوړو:
١_ حضرت عمر (رض) د خپل خلافت په دوره کې ممبر ته وخوت اود ښځو د مهر په اړه يې وويل: ((ای خلکو د ښځو په مهرونو کې ډېره زياتی مه کوئ، يانې ډېره اندازه مه ورته ټاکئ)) يوه ښځه ورته راپاڅېده او ورغبرګه يې کړه: ((ای اميرالمو منينه! ته داحق نه لرې))عمر وويل (ولې) ښځې ځواب ورکړ: (الله جلاله په قرانکريم کې دښځو د مهرونو په اړه قنطار (ډېرمال) ښودلی) عمر وويل: ( ښځې له عمر سره مناقشه وکړه، عمر يې پړ کړ))
يو بل روايت کې راځي ((ښځې صحيح وويل او عمر سهوه شو)) (١)
عمر عالم و، عمر اديب و، عمر فاتح و او عمر دوخت خليفه و، هغه يوې ښځې ته، چې حقه خبره يې کړې وه له خپلې خبرې تېر شو، نه يوازې دا چې تېر شو؛ بلکې اعلان يې وکړ، چې ټول عالم يې واوري؛ خونه پوهيږو، چې زموږ ټېکداران ځانونو ته په کومه سترګه ګوري، چې د ځان په هکله هيڅ نشي زغملی.
٢_ سلطان بايزيد، چې د عثماني خلافت د دورې خليفه و، دی په فاتح کبير او توپان نومولی شوی و. البانيه، بلغاريا، بوسنيا، دده له فتوحاتو څخه دي. په ١٣٩٦ م کې نهم پاپ پونيفاتيوس په ټولو مسيحيانو غږ وکړ، چې سلطان بايزيد ته په يو لاس شي او جګړه ورسره وکړي. له سختې خونړۍ جګړې وروسته خليفه فاتح راو ګرځېد او پاپ له شرموونکې ماتې سره مخ شو. سلطان بايزيد د وخت خليفه و، چې محکمه کې د يوه وګړي لپاره دده د شاهدۍ اړتياوه. سلطان محکمې ته حاضر شو، کله چې تالار ته ورغی، قاضي ورته په ډېر جرات وويل: سلطانه ستا شاهدي نه قبليږي؛ ځکه چې ته لمونځ په جماعت سره نه کوې اوڅوک چې دا ګناه کوي، امکان لري، چې دروغ هم ووايي. رښتيا چې د خليفه لپاره په عام محضر کې دا خبره ډېره د شرم او سپکاوي ده. خلکو انتظار ويست چې اوس به يوه اشاره د قاضي ( شمس الدين فناري) سر په هوا کې ګرځي، خو داسې يې ونه کړل اوغلی د محکمې له تالاره ووت، امر يې وکړ، چې د کور په خوا کې ورته جومات جوړ شي، د جومات  له جوړېدو څخه وروسته  خليفه له يوې جمعې هم وروسته پاتې نه شو. ددې کيسې ليکوال ( اورخان محمدعلي) ليکي چې: (( مسلمانانو داسې علماء درلودل، نو ځکه الله (ج) داسې پاچاهان هم ورکړي وو)) (٢)
رښتا ده ، چې علماء بايد د چامال او زور ته ونه ګوري، بايد حق ووايي که څه هم ددوی سرپه خطر کې وي، خو که دوی خپله د دربار پياده ګان شي، نو پاچاهان به څه ځانونه د اسارت له کړيو خلاص کړي. له پورتنيو تاريخي بېلګو ښه جوتيږي، چې د کره کتنې په اړه د اسلامي چارواکيو څه دريځ و؟ اوس هم وخت شته، هغه وګړي، چې ځان ددې ټولنې اشراف ګڼي، بايد مشوره او انتقاد ومني، چې پر مخ ولاړشي که نه همداسې به له يوې کندې څخه بلې کوزې ته لوېږي.
ماخذونه:
١_ ابن کثير تفسير، لومړی ټوک، ٤١٣ مخ
٢_ المجتمع عربي مجله، ١٧٥٨ ګڼه، ٦٥ مخ

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.